په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ د مرغومی په ۱۹مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په درېیمه لواء کې د تخنیک امریت د مسلکي پرسونل په هڅو سره په تېرو دریو میاشتو کې ۸۹ عرادې بیلابیل ډول پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو وسایطو کې ۳۴ عرادې هاموې ټانګونه، ۳۷ عرادې انټرنیشنل، ۴ عرادې امبولانس،۳ عرادې ټیلر، یو عراده لوډر بابکت، ۲ عرادې فورکلفت، یو عراده تانکر، ۲ عرادې کرینګ، ۳عرادې اطفایه موتر او ۲ عرادې ډمټرک شامل دي.
د ایرنا د خبر له مخې، امریکایانو په افغانستان کې له شرمناکه ماتې وروسته له دغه هیواده د وتلو په وخت کې خپل زیاتره پوځي تجهیزات ویجاړ کړل. دوی اعتراف کوي چې په افغانستان کې تر ۸۰ میلیارده ډالرو زیات پوځي تجهیزات پاتې دي.
د پیغام پای/
Your Comment